دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 164233
روسیی او فرانسې ترمنځ اقتصادی اړیکو پراخیدنه
د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبی په ورځ کلنۍ اقتصادی غونډه کې وویل چی روسیی او فرانسی ترمنځ اقتصادی اړیکې مخ په پراخیدو دی.

پر دې سربېره چې اروپايي ټولنې په اوکراين کې د لاسوهنې، د سوريې او نورو مسايلو په خاطر پر روسيه اقتصادي بنديزونه لګولي، پوتین وويل چې له فرانسې سره د روسيې سوداګري تېر کال پنځه ويشت فيصده ودې زیاته شوه او په همدې توګه یې سږ کال هم دوام کړی دی.
د پوتین او مکرون په کتنه کې پر پراخو موضوعاتو تمرکز شوی وو لکه د سوريې او اوکراین کړکېچونه او د ايران د اټمي موافقې ژغورل.
روسیې له فرانسوي شرکت ټوټال سره د ګازو يوه نوې او مهمه موافقه لاسليک کړه.
دا موافقه په داسې حال کې وشوه چې د فرانسې د انرژۍ دغه لوی شرکت اعلان کړی چې له ايرانه به ووځي خو که امریکا ورته له بنديزونو معافيت ورکړي، په ايران کې به خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د واشنګټن له خوا اعلان شوي بنديزونه به روان کال پر تهران له سره عملي شي.
ټوټال د روسیې د ګازو له شرکت نوواک سره موافقه وکړه او دوی به د سايبريا په شمال کې په ګډو په ګيډان ټاپووزمه کې د طبيعي ګازو تاسيسات جوړوي.
دا پروژه د ۲۵ میليارډه ډالرو په لګښت پيلېږي او له طريقه به يې د روسیې شمال ته به د ګازو اسانتیا وغځېږي.
د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون له ویلاديمير پوتين سره په ګډه خبري غونډه کې وويل چې فرانسه له روسیې سره اقتصادي اړيکې پراخول غواړي او همداراز له ايران سره د اټمي موافقې ژغورل غواړي.
 
https://avapress.com/vdcexe8zxjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته