دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 164253
ولسی جرګی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره نوماندانو نوم لیکنه پیل شوه
نن په رسمی توګه ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره نوماندانو نوم لیکنې پروسه پېل شوه.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د نوماندانو لپاره د نوم لیکنې فورمونه په ټولو ولایتونو کې موجود دي.
ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې د نورو شرایطو ترڅنګ د ټاکنو لپاره هر نوماند باید د فورمونو ترڅنګ د زرو کسانو د ګوتو نښې هم یاد کمېسیون ته وسپاري.
په همدې حال کې، ښاغلي صیاد وویل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو ټاکنو لپاره ۳۲۲ زره کسان خپل نومونه ثبت کړي دي.
هغه په ټینګار وویل، چې په راتلونکو کې به یې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون بې طرفه پاتې شي او پر حکومت هم غږ وکړ چې له یاد کمېسیون د ملګری په توګه همکاري وکړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ډاډ څرګنده کړه، چې یاد کمېسیون به هیڅوک ته د درغلیو اجازه ورنه کړي.
د ټاکنو د امنیت په اړه ښاغلي صیاد وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې اړه له امنیتي ارګانونو سره په تماس کې ده.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcgnt9qwak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته