کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې لسګونه کېلو ګرامه نشه یی توکو قاچاق مخه نیول شوي

5 جوزا 1397 ساعت 13:38

د ننګرهار پولیسو د لسګونو کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.



د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال  وویل، یو تن چې غوښتل یې ۴۴۰ کېلو ګرامه چرس، ۹ کېلو ګرامه هیریین د یو موټر په واسطه د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه اچین ولسوالۍ ته انتقال کړي، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لارې په اوږدو کې ونیول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار پولیسو په دوو بېلا بېلو پېښو کې ۵۶۱ کېلو ګرامه نشه يي مواد نیولي او قاچاق کوونکي یې عدل او قضايي مرکز ته سپارلي دي.


د مطلب کود: 164254

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164254/ننګرهار-کې-لسګونه-کېلو-ګرامه-نشه-یی-توکو-قاچاق-مخه-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com