دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 164258
د افغان پوځ په ملاتړ د ۵۴،۵ میلیارډه افغانیو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوه
د افغانستان مالیې وزیر اکلیل، دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د امنیت د انتقال د ګډ قوماندانی قوماندان جنرال روبین فانټس ترمنځ د افغان پوځ په ملاتړ د ۵۴.۵ میلیارډه افغاني په ارزښت یوه هوکړه لاسلیک شوه.
د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هوکړې پر اساس، د امنیت د انتقال ګډ قوماندانی به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ افغان حکومت ته یې ۵۴،۵ میلیارډه افغاني ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان به یې له دغو پیسو څخه په  ۱۳۹۷ کال کې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بودجې د تمویل په برخه کې مصرفې کړي.
د مالیې وزارت په وینا، لاسلیک شوې هوکړه به د پالیسیو یا تګلارو او قوانینو د پلي کولو په برخه کې مرسته وکړي او ترڅنګ یې د عامې مالي چارې د مدیریت او د مصارفاتو له روڼتیا سره مرسته وکړي.
د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې دغه هوکړه به د حسابدهي او د ادارې فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې هم مرسته وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsab8wrhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته