دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 164259
امریکایي ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو پټنځایونه بمابر کړل
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالی کې د طالبانو پټنځایونه بمبار کړي.
په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، تېره شپه امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په سره رود کې یې د طالبانو پر پټنځایونه هوایي برید ترسره کړي.
سرچېنه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو درې غړي وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د طالبانو په وړاندې پوځي عملیات دوام لري.
د ننګرهار ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ۱۴ ولسوالیو لپاره د وسله والو طالبانو ګمارل شوی نظامي مسؤل سنګري د تېښتې پر مهال ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په سواتۍ سیمه کې د پنجشنبې په شپه د ملي امنیت ځواکونو له لورې ځآنګړي عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د دې ولایت د ۱۴ ولسوالیو لپاره د وسله والو طالبانو له لورې نومول شوی نظامي مسؤل ګل محمد چې مشهور په سنګري وو،د تېښتې پر مهال وژل شوی او دوه نور ملګري یې ژوندي نیول شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp0qso2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته