کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې بهرنیو ځواکونو وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 جوزا 1397 ساعت 9:36

د غزني ولایت د ده یک او انډرو ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


ه سوېل لوېدیځ کې ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۸ تنه وسله وال ټپیان هم شوي او د هغوی یوه هاموي موټر، یوه عرادا ډاډسن، او یو میل زیکویک لمنځه تللي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د تندر قول اردو وایي، د اجرستان ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د تندر قول اردو وایي، د نښتې په ترڅ کې د ملي پوځ دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخت نښتې روانې دي.


د مطلب کود: 164283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164283/غزني-کې-بهرنیو-ځواکونو-وسله-والو-طالبانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com