دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 164300
خوست ولایت کی برید شوی
راپورونه وایی، د دولت مخالفانو په خوست ولایت کې د رایې ورکولو له پاره د نوم لیکنې په یوه مرکز وسله وال برید کړی دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د خوست د والي ویاند طالب منګل نن  ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، نن ورځ سهار ۱۰:۳۰بجې د دغه ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سلیم کلي د نوم لیکنې مرکز پر ساتونکو برید شوی.
سرچینی زیاتوی،   چې ۳ تنه وسله والو کسانو د د مندوزيو ولسوالۍ د سالم په کلي کې د نوم لیکنې په یوه مرکز برید کړی، چې په ترڅ کې یې یو د ملي اردو او یو امنیتی پولیس سرتېری وژل شوي دي.

هغوی وایی، وسله والو کسانو چادرۍ اغوستې وو او په یوه سراچه موټر کې راغلي و، چې تر برید وروسته له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
خو تر اوسه د یاد پيښی مسوولیت چا بر غاره نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdcjyxevyuqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته