د ننګرهار پولیسو د لسګونه کېلو ګرامو نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یو تن چې غوښتلیې ۴۴۰ کېلو ګرامه چرس، ۹ کېلو ګرامه هیروئین د یو موټر په واسطه د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه اچین ولسوالۍ ته انتقال کړي، له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د لارې په اوږدو کې ونیول.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار پولیسو په دوو بېلا بېلو پېښو کې ۵۶۱ کېلو ګرامه نشهيي مواد نیولي او قاچاق کوونکي یې عدلي او قضايي مرکز ته سپارلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)