دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۴
د مطلب کود : 164394
د هیورینو پر فابریکې د هوایي بریدونو د زیاتوالی په غبرګون کې د طالبانو پرېکړه
په داسې حال کې چې د مخدره موادو او هیروینو پر فابریکې هوایي بریدونه دوام لري، په سوېل هلمند ولایت کې د طالبانو نومول شوی والي له ښارونو او له استوګنیزو ځایونو څخه د دغو فابریکو د انتقال امر کړی دی.

د تش په نامه د طالبانو والي ملا منان خپل منشي ته ویلي، چې په ښارونو او استوګنیزو ځایونو کې د مخدراه موادو فابریکې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د ګارډین ورځپاڼې له مخې، وسله والو طالبانو په دې اړه د ملا منان او د هغه منشي ثبت شوې مکالمه په وټس اپ شبکه کې خپره کړې ده.
د سرچینې د راپور له مخې، ملا منان خپل منشي امر کوي چې د مخدره موادو فابریکې له ښارونو څخه غرونو او درو ته انتقال کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو یاد ډله له دې وړاندې د مخدره موادو په کاروبار کې د وسله والو ښکېلتیا رد کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن له دې وړاندې ویلي وو چې د وسله والو د مالي سرچینو په وړاندې هوایي بریدونه به دوام ومومي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco0qs02bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته