دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 164593
د اجرائیه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل هم له خپلې دندې استعفا وکړه
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د عبدالله عبدالله مرستیال ویاند جاوید فیصل هم له خپلې دندې استعفا وکړه.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې ښاغلي فیصل په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخه اخلی.
د اجرائیه ریاست ویاند ډاکټر مجیب الرحمن رحیمي وایي، ښاغلي فیصل پرېکړه چې په یو بل موقعیت کې او له نوې پرېکړې او ارادې سره فعالیت ولري.
له دې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند دواخان مینه پال هم له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی و.
ښاغلي مینه پال په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې د یو بیان په نشرولو سره ویلي «زه په راتلونکو ټاکنو کي دکوچیانو له حوزې ولسي جرګې ته کاندیدیږم، نن مي له دندي رسمآ استعغآ وکړه.»
مینه پال زیاته کړه «له ټولو افغانانو مننه، چې تل یې دندې پرمهال زما ملاتړ کړی، درسنیو له مسوولینو او درنو خبریالانو مننه، چې په تیرو دوو کلنو کي زما سره همکارپاته سوې دي.»
هغه وول «ما که هردریځ نیولی هغه مې ددې هېواد دلوړو ګټو بخاطر نیول دی، له هیڅ چاسره مې شخصي ستونزه نه درلوده او نه ېې لرم، تل به ددې هېواد داوسیدونکو دسرلوړی لپاره کار کوم. ستاسې دملاتړ په هیله.»
د ولسي جرګي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان میلادي کال د اکټوبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه ترسره کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdno0fsyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته