دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۹
د مطلب کود : 164608
ننګرهار کې د داعش پر یوه مهم پټنځای مرګوني هوایي برید
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالی پ مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د داعشیانو په وړاندې تازه هوایي بریدونه د وړمه شپه ترسره شوي.
سرچینه زیاتوي «د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د جیټ الوتکې په هوایي برید کې چې تېره شپه د داعشیانو پر مهم پټنځای یې ترسره کړ، په ترڅ کې یې اوولس داعشیان ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات هم تخریب شول .»
د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو په وړاندې د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawyn6a49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته