دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 164629
ډنمارک ښځو نقاب یا حجاب باندی بندیز لګولي
د ډنمارک حکومت پرون د نقاب یا داسې جامو پر اغوستو بندیز اعلان کړ چې په عام محضر کې څېره پټوي.

د ډنمارک پارلمان دا لایحه د دېرشو مخالفو رأیو په وړاندې په ۷۵ مثبتو رأیو تصویب کړه.
له دې پرېکړې سره مسلمانان نشي کولای چې نقاب یا برقه واغوندي.
د دې قانون سرغړوونکي به درې ځلې د ۱۶۰ امریکايي ډالرو معادل جریمه کېږي، خو څلورم ځل باید د ۱۶۰۰ امریکايي ډالرو معادل جریمه ورکړي.
د ډنمارک د عدلیې وزیر پېپ پولسین پرون وویل چې په فبرورۍ میاشت کې هغه مهال چې دا لایحه جوړېده، یادونه وشوه چې د مخ پټول د ډنمارک له ټولنیزو ارزښتونو او خلکو ته د درناوي له اصولو سره سمون نه لري.
د بخښنې نړیوال سازمان دا اعلان د ښځو له حقونو څخه یوه ښکاره سرغړونه بللې ده.
ایمنسټي انټرنیشنل په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټولې ښځې باید د خپلو جامو په غوره کولو کې ازادې وي او باید اجازه ولري چې له خپل هویت او عقیدې سره سمې جامې واغوندي.
په دې وروستیو څو کلونو کې بلجیم، بلغاریا، فرانسې، هالنډ او د جرمني باویریا ایالت هم په عام محضر کې د ښځو پر حجاب او برقو بندیز لګولی دی.
https://avapress.com/vdcdxo0fnyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته