په پلازمېنه کابل ښار کې چودنه لږ تر لږه څلور کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنیتي چارواکي وایي، پیښه نن سهار د بنې حصار په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یو تن وژل شوی.
چارواکي زیاتوي، چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې نور کسان ټپیان هم شوي دي.
بلخوا راپورونه ښیي چې د برید هدف د لرغونپوهانو یوه موټر و چې له کابل څخه د لوګر ولایت په لور روان وو.
د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ تائید کړه چې یوه لرغونپوه په دغه چاودنه کې وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.
د یاد وزارت ویاند صابر محد وایي، د لرغونپوهنو موټر چلونکی هم په دغه چاودنه کې ټپی شوی دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)