ه بلخ ولایت کې ځایي چارواکي وایي، اغلي سادات وړمه شپه په مزار شریف ښار کې مړه شوې ده.
د بلخ ولایت چارواکي او د اغلي سادات کورني ته نژدې سرچینې تائیدوي، چې نوموړې د زړه د سکتې له امله مړه شوې ده.
اغلي سادات په د ولسي جرګې د دیني، فرهنګې او پوهنې کمېسیون غړیتوب هم لرله.
د اغلي سادات د مړینې په اړه راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره چمتووالی دوام لري.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان زږدیر کال د اکټوبر په ۲۰مه نیټه ترسره شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)