دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 164658
له ۳۰ کلونو وروسته په افغانستان کې ورک روسي پیلوټ ژوند وموندل شو
د راپورونو له مخې، د افغانستان په جګړه کې ورک روسي پیلوټ له کابو ۳۰ کلونو وروسته ژوندی موندل شوی.

د روسیې حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه پیلوټ ژوندی دی او مرستې ته اړتیا لري.
روسي چارواکو د پیلوټ د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو راپورونه ښیي چې دغه سرتېری الکسنډر میرنوف نومیږی.
بلخوا د «جګړې ورورولي» تر نوم لاندې یوه غیر دولتي موسسه تاس ورځپاڼې ته ویلي، چې د پخواني شوروي دغه پیلوټ په ۱۹۸۷ میلادي کال کې لادرکه شوې و او ټاکل شوې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې بېرته خپل هېواد ته ستون شي.
د موسسې په وینا، د موندل شوی پيلوټ د بېرته راتګ زمینه برابرولو لپاره ۱۲ میاشتو وخت اړتیا شته ځکه په عامه او ډيپلوماټیکه کچه ډیر کارونه دي چې باید ترسره شي.
د روسيې دفاع وزارت یوه چارواکی ويلري ووستروتين چې د جنگي بنديانو د راکړې ورکړې لپاره د روسيې او امريکا د گډې جرګه ګی د روسي اړخ مشري کوي، د پنجشنبې په ورځ د لادرکه شوې پیلوټ د موندلو په اړه خبر ورکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftjdycw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته