دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 164671
کونړ کې طالب وسله والو  داعش ډلې دوه غړۍ وژلي
کونړ ولایت کې طالب وسله والو د اسلامی نومې ډلی یا داعش ډلې دوه غړی وژلي دی.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، تېره ورځ د نور ګل ولسوالی په مربوطاتو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د داعش دوه غړي وژل شوي.
د سیلاب قول اردو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او د دولت ضد وسله والو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې، د سیلاب قول اردو قوماندان وایي د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالی په مربوطاتو کې ۷ مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پروان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdca0yn6649nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته