دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 164672
ارزګان ولایت چورې ولسوالی کې طالبان شاته تګ کړي
ملی پوځ چارواکې وایی چی تیره شپه افغان او نړیوالو قواوو په چورې ولسوالی کې عملیات کړي او ۱۲ تنه وسله وال په دی عملیات کې وژل شوی او ددی ولسوالۍ سقوط خطر هم له منځه وړل شوی دی.

چوره ولسوالۍ په تیرو دو اونیو کې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ د لویو نښتو شاهده وه چې آن یو ځل يې وسله وال طالبان د ولسوالۍ تر بازار پوري هم ورسیدل.
د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند تورن محمد صادق عیسی وويل چې تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو او د قاطع ماموریت په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
نوموړی زیاته وي چې د څلورمي لوا د قومندان په مشری په سیمه کې نظامي عملیات لاهم دوام لري او د چورې ولسوالی په ګڼو سیمو کې نوي امنیتي پوستې جوړي شوي او تازه دمه سرتیري پکې ځای پر ځای شوي.
ښاغلي عیسی وویل" افغان ګډو ځواکونو د قاطع ماموریت د هوايي قواوو په ملاتړ د چورې ډيري سیمې د دښمن له حضور څخه پاکې کړي او نوي امنیتي پوستې په مهمو سیمو کې ځای پر ځای شوی، تیره شپه ۱۲ وسله وال د قاطع ماموریت په هوايي بریدونو کې وژل شوي او دغه راز ځمکنیو عملیاتو کې د چاویدونکو توکو ډک دوه بایفور موټر او ۳۰ کړۍ د سړک د غاړي ماینونه هم لمنځه وړي".
چوره ولسوالي د ولایتي مرکز ترینکوټ سره په ختیځه برخه کې څنګ لورې ولسوالي ده چې د کندهار او زابل ولایتونو له نا امنیه سیمو سره ګډه پوله لري.
وسله والوطالبانو د چورې ولسوالۍ د تازه نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.
https://avapress.com/vdcbzab85rhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته