کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو وزارت: د ټاپي پروژه له حکومتي هوکړو سره سم مخ ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)د , 12 جوزا 1397 ساعت 14:28

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه د بین‌الحکومتي هوکړو او عملیاتي پلان سره سم مخ ته ځي او تر دې مهاله په کې دولس سوو کسانو ته په مستیقم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.


دا خبرې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن شنبه ازادي راډيو ته وکړې.
نوموړي وویل، دا شمېره مخ په لوړېدو ده او هڅې روانې دي چې تر ډېره ولسي خلک په کارونو وګمارل شي.
د ټاپي پایپ لاین د جوړولو چارې د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو له ‌خوا په هرات کې پرانیستل شوې.
افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي چې ټاپي پروژه کولای شي چې په افغانستان کې دننه نېږدې ۱۲ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.


د مطلب کود: 164675

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164675/د-کانونو-وزارت-ټاپي-پروژه-له-حکومتي-هوکړو-سره-سم-مخ-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com