دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 164675
د کانونو وزارت: د ټاپي پروژه له حکومتي هوکړو سره سم مخ ته ځي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه د بین‌الحکومتي هوکړو او عملیاتي پلان سره سم مخ ته ځي او تر دې مهاله په کې دولس سوو کسانو ته په مستیقم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
دا خبرې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن شنبه ازادي راډيو ته وکړې.
نوموړي وویل، دا شمېره مخ په لوړېدو ده او هڅې روانې دي چې تر ډېره ولسي خلک په کارونو وګمارل شي.
د ټاپي پایپ لاین د جوړولو چارې د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو له ‌خوا په هرات کې پرانیستل شوې.
افغان چارواکو تر دې مخکې ویلي چې ټاپي پروژه کولای شي چې په افغانستان کې دننه نېږدې ۱۲ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)د
https://avapress.com/vdcefe8znjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته