دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 164695
هلمند ګرشک او نادعلی ولسوالیو کې وسله وال سخت ځپل شوي
راپورونه وایی، افغان امنیتی ځواکونو د هلمند په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې د دولت مخالفین سخت ځپلي او ځینې سیمې د هغوی له شتون څخه پاکې کړې دي.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی د افغانستان  دفاع وزارت  نن ورځ  خپور شوی خبر پاڼه کې ویلي دی، چې افغان ځواکونو له څو ورځو راهیسې په دغه ولسوالیو کې د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي و.
سرچینی زیاتوی، چې د یاد عملیاتو په ترڅ کې د ګرشک او نادعلي یو شمېر سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي دي او هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcgyt9qnak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته