دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 164709
ناصر الملک، د پاکستان موقت لمړۍ وزیر شو
ناصر الملک؛ د پاکستان پخوانۍ قاضی القضات د شاهد خاقان عباسی استعفا وروسته، تیره جمعه ورځ(جوزا ۱۱) د پاکستان موقت لمړۍ وزیر په حیث وټاکل شو.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د شاهد خاقان عباسی په رهبری د حکومت نیټه پای ته ورسیده او وروسته ددی چی هغه استعفا ورکړه، ممنون حسین؛ د پاکستان ولسمشر ددی هیواد نمایندګانو مجلس منحل اعلان کړ.
ناصر الملک چی په پاکستان کې د دموکراتیک نهادونو څخه دفاع کوونکی په حیث معروف دی، د اسد میاشت دریم نیټې پوری چی قرار دی په دی هیواد کې سرتاسری ټاکنې ترسره شی، د پاکستان لمړۍ وزیر په حیث ټاکل شوی دی.
ښاغلی عباسی، د نواز شریف سلب صلاحیت کیدو وروسته د پاکستان عالی محکمه له لوری په ۲۰۱۷ کال کې، د چارو ریاست په لاس واخیسته.
د ښاغلی شریف سلب صلاحیت موضوع په ۲۰۱۶ کال کې ددی وروسته مطرح شو چی د هغه، لور او دوه زامن ملکیت څخه په لندن کې د پاناما اسناد په نامه ګزارش څخه پرده پورته شوه؛ هغه شته منی چی ښاغلی شریف او هغه کورنۍ غړۍ د خلګو څخه پټ او مخفی ساتلی وو.
 
https://avapress.com/vdccx0qso2bqem8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته