دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 164731
په پنجشیر کې نږدی ۴۰ کیلوګرامه چرس ضبط شوي
کابو ٤٠ کيلوګرامه چرس پرون په پنجشير ولايت کې کشف اوضبط شول.

دپنجشير ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې  دپوليسو مدير سمونيار ګلستان عاصم په دی اړه وایی؛ دغه چرس چې په يوه کرولا ډوله موټرکې ځاى پرځاى کړاى شوي و؛ د دغه ولايت د خنج ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف اوضبط شول .
عاصم زياته کړه چې د دغې قضيې په اړوند يو تن نيول شوى دى.
https://avapress.com/vdchxknzz23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته