کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ نورګل ولسوالۍ کې داعش او طالبانو ترمنځ نښتې

14 جوزا 1397 ساعت 9:37

د هیواد په ختیځ کې سیلاب ۲۰۱ قول اردو مطبوعاتی دفتر څخه په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلی دی چی کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزارده کې د څو ورځو راهیسی طالب وسله والو او داعش ډلې ترمنځ نښتې روانې دی.



د ۲۰۱ سیلاب قل اردو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پرون یکشنبې د دواړو خواو په نښتو کې ۵ کسان وژل شوي دي چې درې يې داعشیان او دوه يې طالبان دي.
د اعلاميې له مخې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ له یوې اوونۍ راپدیخوا سختې نښتې روانې دي.
طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 164744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164744/کونړ-نورګل-ولسوالۍ-کې-داعش-او-طالبانو-ترمنځ-نښتې

آوا
  https://www.avapress.com