دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 164759
سلګونو افغان عالمانو د روانې جګړې په اړه فتوا صادره کړي
سلګونه افغان دیني عالمن نن په پلازمېنه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د روانې جګړې په اړه فتوا صادره کړي.

دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه نامشروع وبلله او زیاته یې کړه چې روانې تاوتریخوالي د شریعیت په رڼا کې هیڅ مشروعیت نه لري.
د افغانستان عالمان همداراز وویل چې په روانه جګړه کې یوازې د مسلمانو وینې بهیږي او په شریعت او اسلامي قوانینو کې جګړې غیرقانوني او نامشروع بلل کېږي.
د دیني عالمانو په فتوا کې راغلي دي، چې د خلکو د وزنې په موخه چاودنې، تفرقې، بغاوت، فساد، غلا، اختطاف، تاوتیخوالي او ځانمرګي بریدونه په اسلام کې لویه ګناه ګڼل کېږي.
د هېواد دیني عالمان وایي، د مسلمانانو وژنه په قران پاک کې حرام بلل شوی دی.
په همدې حال کې دیني عالمانو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په تړاو د افغان حکومت وړاندېزونو ته مثب ځواب ووایي.
د افغانستان دیني عالمان همداشان ډاډ ورکړ چې دیني عالمان چمتو دی چې د تاوتریخوالو د پای په خاطر د طالبانو او حکومت ترمنځ منخګریتوب وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmknzw23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته