دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 164774
د کابل ځانمرګي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ
وسله وال طالبانو په په پلازمېنه کابل ښار کې یې د نننی برید تر شا د یاد ډلې وسله والو ښکېلتیا رد کړه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د کابل نننۍ چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند حشمت ستانکزي وایي، نن له غرمې مخکې کابو ۱۱:۳۰ د لویې جرګې خیمې دخولي دروازې ته څېرمه ځانمرګي برید شوی.
نوموړی زیاته کړه، چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس په غه برید کې د ۷ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
ستانکزي وایي، په وژل شویو کې د پولیس یوه سرتېري او همداشان په ټپیانو کې د پولیس سرتېري شامل دي.
تر اوسه کوم یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له دې وړاندې ویلي وو چې د برید په ترڅ کې شپږ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې سلګونو دیني عالمانو له غونډې څخه د وتلو په حال کې وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefe8zejh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته