کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کي د هند هیواد سفیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 جوزا 1397 ساعت 14:55

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کي د هند هیواد سفیر وینا کومار او ورسره راغلي پلاوي کندهار ولایت ته سفر وکړ،مرستیال والي عبدالحنان منیب او یوشمېر دولتي ادارو رئیسانو په کندهار نړیوال هوائي ډګر کي نوموړي ته ښه راغلاست ووایه.


وروسته د هند هیواد سفیر او ورسره راغلي پلاوي د مرستیال والي او د دولتي ادارو رئیسانو په ملتیا د افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوژۍ له ملي پوهنتون د یوشمېر څانګو څخه لیدنه وکړه،او وروسته یي په یوه غونډه کي برخه واخیستل.
د کندهارمرستیال والي عبدالحنان منیب زیاته کړه،چي د هند هيواد د زراعتي برخي ترڅنګ له افغانستان او په خاص ډول له کندهار سره ډيري مرستي کړي،هغه د هندوستان هيواد ددې مرستو څخه خاص مننه وکړه.
ښاغلي منیب په کندهار کي د هند هیواد د کونسل څخه هم مننه وکړه چي د ولایتي اداری سره یي په هره برخه کي همکاري کړي.
مرستیال والي د هند له سفير څخه غوښتنه وکړه، چي په کندهار کي د افغانستان د زراعتي علومو اوتکنالوژۍ د ملي پوهنتون د لاپراختيا لپاره نور کار هم وکړي ترڅو ددې پوهنتون محصلين په معياري شکل زده کړي ترسره کړي.
وروسته په غونډه کي د هند هيواد سفير وينا کومار خبري وکړي،هغه زیاته کړه د خپلي دندي له پیل سره سم يې کندهار ته سفر وکړ او د کندهار له ولايتي ادارې سره به په بیلابيلو برخو کي د پخوا په څېر مرستي جاري وساتي.
ښاغلي وینا کومار ژمنه وکړه، چي د افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوژۍ د ملي پوهنتون د معياري کېدو او پراخوالي لپاره به له خپل حکومت سره خبري وکړې او په دې برخه کي به نور مرستي هم جلب کړي


د مطلب کود: 164781

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164781/په-افغانستان-کي-د-هند-هیواد-سفیر-کندهار-ولایت-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com