د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وویل چې ایران د دیني عالمانو پر وړاندې نننی برید په کلکو ټکو غندي.
نوموړی زیاته کړه، چې ترهګرې ډلې یوځل بیا په جنایت لاس پورې کړ په داسې حال کې چې افغان دیني عالمانو د ترهګریزو بریدونو او تاوتریخوالو د غندلو په موخه په غونډه کې برخه اخیستي وو.
د ښاغلي قاسمي په وینا، ترهګرې ډلې هڅه کوله د ترهګریزو بریدونو او تاوتریخوالو په وړاندې او د انسانیت ترحم او شفقت په خاطر خلکو ته یې د دیني عالمانو د پیغامونو د لېږد مخه ونیسي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د کابل امنیي قومانداني چارواکي وایي په نننی برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي خو ځینې امنیتي سرچینې وایي د برید په ترڅ کې ۱۴ کسان وژل شوی او ۱۷ نور ټپيان دي.