دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 164807
زابل او ارزګان کې افغان امنیتی ځواکونو عملیات
ویل کیږی، په زابل او ارزګان ولایتونو کې د افغان امنیتی ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر نن ورځ رسنیو ته وویل، افغان کمانډو ځواکونو د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ به انارجوی او ترینکوټ کې عملیات تر سره کړي دي.
سرچنیی زیاتوی، په دغه عملیاتو کې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دی.
د هغو په وینا، چې د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې هم افغان پوځیانو عملیات کړي.
دویی وایی، په دغه عملیاتو کی ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو هه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcbgab8zrhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته