د داعش خراسان تر نوم لاندې د اسلامي دولت ډلې پلویانو د یو بیان په نشرولو سره ویلي چې یاد ډله پر «ظالمو علماو» برید کړی.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون د یو بیان په نشرولو سره وویل چې دغه برید د طالبانو ډلې پورې اړه نه لري.
د کابل امنیه قومانداني چارواکي وایي پیښه د غرمې مخکې ۱۱:۳۰ د لویې جرګې خیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د امنیې قومانداني ویاند حشمت ستانکزي وویل چې د برید په ترڅ کې ۷ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
خو امنیتي سرچیني وایي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي او کابو ۲۰ نور ټپیان دي.
د تیرې ورځې غونډې په ترڅ کې افغان دیني عالمانو د یو ګډ فتوا په صادرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه حرام وبلله.
دیني عالمانو همداشان پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په تړاو د افغان حکومت وړاندېزونو ته مثبت ځواب ووایي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)