کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پولیسو یوه اونۍ کې ۳۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جوزا 1397 ساعت 15:33

د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو تیره یوه اونۍ کې د ۲۲ قضیو په تړاو ۳۳ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي او دوسیې یې د عدلي او قضايي تعقیب لپاره دغه مرکز ته سپارلي دي.



د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس او ویاند احمدخالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې پولیسو دغه شمیر تورن کسان په کابل، ننګرهار، بغلان، هلمند او کندهار ولایتونو کې نیولي دي.
د ښاغلي مؤحد پر وینا، په دغو کسانو کې ۹ تنه د حامد کرزيپه نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
هغه وویل "دوی په خپلو ګیډو او بکسونو کې هیروئین ځای کړي وو او هوډ یې درلود، چې دا د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه د هندوستان هیواد ته قاچاق کړي".
ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې له نیول شویو کسانو څخه، څه باندی ۳۹ کیلوګرامه هیرویین،۲۵۴۰ کیلوګرامه مورفین،۵۶۹۰ کیلوګرامه اپین، ۱۲۳۱ کیلو ګرامه کیمیاوي مواد، ۵۴ ګرامه ښیښه او د ټابلیټ K په نوم ۵۲۵۸ نشه‌يي ګولۍ ترلاسه شوي دي.
د هغه پر وینا پولیسو له دغو کسانو څخه یوه اندازه پیسې، وسلې، موبایلونه او وسایط هم کشف او ضبط کړي او همداشان په دې موده کې یې د هیروئیونو د تولید یوه فابریکه له منځه وړې ده.
د مُسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د معلوماتو له مخې، په تیره یوه اونۍ کې د دغه مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو د مخدره موادو ۱۴ قاچاقبرانو ته د بند د مختلفو مودو سزا اورولې ده.


د مطلب کود: 164854

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164854/پولیسو-یوه-اونۍ-کې-۳۳-تنه-د-مخدراتو-قاچاق-په-تور-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com