دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 164865
ناټو: افغان ځواکونه به بلک هاک هلیکوپټرې او نور پرمختللی جنګی الوتکې ترلاسه کړی
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي، افغان هوایي ځواکونه به جنګي بلک هاک هلیکوپټرې او پرمختللې جنګي الوتکې ترلاسه کړي.

د افغان هوایي ځواکونو د روزنې، مشورې او همکاری په برخه کې د ناټو قوماندان جنرال فلیپ سټیوارټ ایرفورس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې افغان هوایي قول اردو په لیکو کې دا مهال ۸ زره منسوبین په خدماتو بوخت دي.
نوموړی زیاته کړه، چې افغان هوایي ځواکونه ۱۲۰ الوتکې لري خو ټاکل شوې ده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغان هوایي ځواکونو تشکیلات درې برابره پراخه شي.
د جنرال سټیوارټ په وینا، افغان هوایي ځواکونه دا مهال د شل A-29 ډوله الوتکو په وسیله هوایي بریدونه تسره کوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو کلونو کې ۱۵۹ بلک هاک چورلکې ترلاسه کړي چې یو شمېر به یې په وسلو سمبال وي.
هغه وویل، چې د دې ترڅنګ افغان هوایي ځواکونه به نوي کشفي الوتکې او MD-530F ډوله جنګي چورلکې ترلاسه کړي چې د رهبري شویو راکټونو د توغولو وړتیاوې ولري.
په همدې حال کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي، د افغانستان هوایي قول اردو منسوبینو د ټولو هوایي ماموریتونو مشری یې په غاړه لري او د فراه په جګړه کې یې افغان هوایي ځواکونه خپل استقلالیت نندارې ته وړاندې کړل.
د امریکا دفاع وزارت چارواکي وایي، افغان هوایي ځواکونه د فراه جګړې په ترڅ کې د کابو ۲۰ ساعتونو لپاره هوایي ماموریتونه ترسره کړل او د لومړی ځل لپاره له مزار شریف او کابل څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړل.
د پنټګان ویاند رابرټ مننګ وایي، د فراه په جګړه کې د امریکا هوایي پوځ الوتکو هم برخه اخیستي وو خو د طالبانو په وړاندې بریدونه نه دي ترسره کړي.
 
https://avapress.com/vdcfvjdytw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته