دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 164934
د افغانستان د فسا ضد ملي تګلاره په نړیوال معیار برابره نده- سیگار
په افغانستان کې د فساد ضد د ملي تګلارې په هکله د سیګار راپور وایي چې حکومت د فساد ضد ملي تگلارې پلې کولو هڅې پیل کړیدي خو ځینې مشکلات پکې موجود دي.

د سیگار راپور د فساد ضد د ملي تگلارې په پلې کولو کې دغه مشکلات د افغانستان د حکومت وړتیا او اوږدمهاله ژمنتیا ښودلې.
د سیگار په دغه راپور کې ویلي شوي چې د فساد ضد ملي تګلاره د افغانستان په ١٥ وزارتونو تطبیق کیږي خو یو د تر ټولو مهم وزارت یعنې د دفاع وزارت یې پاتې کړیدی.
راپور وایي چې د افغانستان حکومت د فساد ضد مبارزې کې ځینې کامیابۍ ترلاسه کړي خو داسې نه بریښي چې یو لوی بدلون رامنځته شي تر څو حکومت د محدودیتونو پرته د فساد ضد اقدامات وکړي.
دغه راپور وایي چې افغان حکومت د فساد ضد مبارزې په وړاندې د ځینو لویو ننګونو سره مخ دی. په دغو کې یو دا چې د فساد ضد د مبارزې ادارې پخپله د دی وړتیا، امنیت اومنابع نه لري. دوهم دا چې د افغانستان محکمې او امنیتي ادارې اکثر د بانفوذه کسانو ضد د تحقیقاتو نه ډډه کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc10qs02bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته