کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان زعفران نړیوال فسټیوال کې څلورم پرله پسې لومړی مقام خپل کړ

17 جوزا 1397 ساعت 12:19

افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال د افغانستان زعفران د کیفیت په لحاظ په نړیوال فسټیوال کې څلورم پرله‎پسې لومړی مقام خپل کړ.



د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وایی چې دغه فسټیوال په بلجیم کې جوړ شوی و چې د ایران، هند او یو شمېر نورو هېوادونو زعفران په‎کې نندارې ته کېښودل شوي وو.
هغه وايي، اوس‎مهال په هېواد کې د زعفرانو له کښت سره د خلکو علاقه ډېره شوې، نو پر همدې اساس د دې کښت د لا پراختیا په هدف د کرنې وزارت د زعفرانو د تخم د ویش لړۍ هم پیل کړې ده او ټاکل شوې چې په ۳۳ ولایتونو کې ۲۴۵ متریک ټنه د زعفرانو تخم په بزګرانو وویشل شي.
ښاغلی رستمي په افغانستان کې د زعفرانو د زیاتوالي په اړه خوشبیني ښکاره کوي وايي چې تېر کال په افغانستان کې په بې ساري ډول د زعفرانو په کښت کې زیاتوالی راغلی او په ټول افغانستان کې۱۰ عشاریه ۶ ټنه زعفران تولید شوي وو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند همدا شان وویل چې سږکال هم ډېره هیله‎مندي موجوده ده چې د تېرکال په پرتله به په‎دې کال کې د زعفرانو په تولید کې زیاتوالی راشي.
 


د مطلب کود: 164948

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164948/افغانستان-زعفران-نړیوال-فسټیوال-کې-څلورم-پرله-پسې-لومړی-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com