دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۴
د مطلب کود : 164983
د ګواتيمالا اورشيندي کې د وژل شويو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېدلی
چارواکي وايي، د فيوګو د اورشيندي له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۹ تنو ته رسېدلی او ۲۰۰ تنه تراوسه بې درکه دي.



د ګواتيمالا د عدلي طب ملي انسټيټيوټ ویلي، تراوسه د ۹۹ تنو جسدونه ورته رسېدلي چې يوازې يې ۲۸ تنه پېژندل شوي دي.

د فيوګواورشيندي سوځونکو ايرو او بڅرکو خلک داسې سوځولي چې پېژندل یې ستونزمن وي، ویل شوي اوس هم په سیمه کې خپرې شوې ايرې په سوځونکي ډول سرې دي.

اورشيندي ته نژدې ګڼ کلي په ایرو او خاورو کې پټ شوي او خلکو ته یې ډېر کم وخت ورکړی چې له خپلو کورونو ځانونه وباسي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، د دې اورشیندي له امله ۲ ميليونه کسان زيانمن شوي دي.

دې ادارې تردې وړاندې ویلي و چې د اورغورځونکي د وژل شویو شمېر به لوړ شي.

په زیانمنو شويو سیمو کې امنیتي ځواکونه او د ژغورنې کارکونکي د بې درکه شویو کسانو په موندلو بوخت دي،خو دا شونتیا ډېره کمه ده چې څوک دې ژوندي پاته شوي وي.

د فيوګو اورشيندی په دې وروستیو کلونو کې ډېر پياوړی شوی چې د لوګي او ايرو لوړوالی يې ۱۰ کيلومترو ته رسېږي او د ايرو د خپرېدلو سرعت يې په یوه ساعت کې ۴۰ کيلومتره دی.
https://avapress.com/vdcg7t9qwak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته