دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 164984
هرات کې طالبانو د یو جومات خطیب وژلي
د هرات ولایتی چارواکو په وینا، تیره شپه ددی ولایت زنده جان ولسوالۍ کې طالبانو د یو جومات خطیب مولوی عبدالسلام د هغه کورنی غړو په مخ کې په ډزو وژلی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، چې تیره شپه لس بجې کله، چې د زنده جان د ولسوالۍ د " اوغه" د کلي د جومات خطیب په جومات کې د تراویح د لمونځ د ادا کولو وروسته کور ته ستون شو، طالب وسله وال یې کورته ورغلل او مولوي عبداسلام یې له خپل کور راویست او بیا وروسته یې هغه د خپلې کورنۍ د غړو په مخ کې په ډزو وواژه.
ښاغلي فرهاد وویل، چې امنیتي ادارو د پیښې پلټنه پیل کړې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ډلې پر وسله والو باندې د مولوي عبداسلام د وژلو د تور سپیناوی نه دی کړی او بلې کومې ډلې هم د هغه د وژلو ادعا نه ده کړې.
په دې وروستیو ورځو کې پر دیني عالمانو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
درې ورځې وړاندې ناپیژاندو وسله والو د کندهار په ښار کې یو دیني عالم او د موی مبارک د جومات خطیب مولوي عبدالحق اخندزاده هم وژلی وو.
مولوي اخندزاده د ماسپښین د لمانځه له ادا کولو وروسته د وسله والو تر برید لاندې راغلی وو.
مولوي اخندزاده په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې شهرت درلود او په افغانستان کې د جګړې د بندیدو او سولې له هڅو یې ملاتړ کوه.
https://avapress.com/vdch6knzk23n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته