کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار جلال آباد ښار کې وسله والو برید په ترڅ کې اته تنه ژوبل شوي

18 جوزا 1397 ساعت 11:29

د ننګرهار چارواکي وايي، نن جمعه سهار په جلال‎اباد ښار کې د وسله‎والو په یوه ډله‎ییز برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.



د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وایی چې څو تنو بریدګرو غوښتل د ولسي جرګې د غړي فریدون مومند پر میلمستون ډله‎ییز برید وکړي چې لومړی بریدګر د پولیسو له‎خوا په هماغه پیل کې په ډزو وژل شوی او یو بل بریدګر مقاومت کړی چې ورسره په نښته کې د عامه نظم یو سرتېری وژل شوی.
د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې بریدګر وروسته په سیمه کې د ولسي خلکو یو کور ته ننوتی چې هلته هم ورسره مقاومت شوی.
خوګیاڼی زیاتوي:"بریدګر چې کله د امنیتي ځواکونو تر برید لاندې راغلی په سیمه کې د ملکي وګړو یو کورته ننوتی دی چې متأسفانه د دې کور دوه غړي چې یوه مېرمن او یو سړی دی، وژل شوي او یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ ټپیان دي."
د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې په‎دې پېښه کې تراوسه ټول پنځه کسان ټپیان شوي او درې تنه وژل شوي.
د خوګیاڼي په وینا یو بریدګر وژل شوی او یو یا دوه بریدګرپه سیمه کې نادرکه دي چې لټون پسې روان دی.
تراوسه د دې برید مسؤلیت چا پر غاړه نه‎دی اخېستی.
 


د مطلب کود: 164992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164992/ننګرهار-جلال-آباد-ښار-کې-وسله-والو-برید-په-ترڅ-اته-تنه-ژوبل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com