د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر وایي د اوبو او انرژي وزیر علی احمد عثماني د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس له خپلې دندې ګوښه کړای شوی.
د علي احمد عثماني د ګوښه کولو په اړه د ولسمشر غني حکم
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 جوزا 1397 ساعت 13:30
د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر وایي د اوبو او انرژي وزیر علی احمد عثماني د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس له خپلې دندې ګوښه کړای شوی.
د جمهوري ریاست له عمومي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د یاد وزارت معین د ښاغلي پر ځای د سرپرست وزیر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسي جرګې ته د اوبو او انرژي نوی وزیر تر معرفي کولو په موده کې انجنیر محمد ګل خلمي به د یاد وزارت چارې پر مخ وړي.
د ښاغلي عثماني د لرې کولو په اړه پ خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسي راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې ولسمشر غني د ښاغلي عثماني نوم د ممنوع الخروج کسانو په لیسټ کې شامل کړی دی.
د مطلب کود: 165062