دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 165108
له پاکستانه راوړل شوي ۷۸۰۰ کیلیو ګرامه امونیم نایټریت ونیول شول
په ننګرهار ولایت کې چارواکی وایي، د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د ملي امنيت موظفينو په يوې لارۍ ډوله موټر کې ۷۸۰۰ کیلو ګرامه امونيم نايتريت ونيول.
د ننګرهار ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د معلوماتو له مخې دغه مواد په ۱۵۶ بوجيو کې سبزيو لاندې ځای پر ځای شوي و.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه مواد وسله والو مخالفينو له پاکستان هېواد څخه راوړي و او غوښتل يې، چې په ننګرهار کې ترې د تخريبي کړنو په موخه ګټه پورته کړي.
په افغانستان کې د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.
یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzn9q7ak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته