دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 165140
د شانګهای سازمان غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه غونډه کې چې د چین په شینګډاو ښار کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د افغانستان حکومت د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړ.
جمهوررئیس غني په خپلې وینا کې وویل، اسیا د پرمختګ په حال کې ده او د شانګهای د همکاریو سازمان یوه داسې فضا رامنځته کړې ده چې موږ کولای شو د بین‌المللي تروریستي ډلو او بین المللي جرمي ګروپونو په ضد مبارزه ګړندۍ او همغږي کړو.
د هېواد جمهوررئیس طالبانو سره سولې او اوربند ته په اشارې وویل، طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د یو طرفه اوربند له نوښت وروسته طالبانو هم د اختر په ورځو شپو کې د اوربند اعلان کړی دی.
هغه په خپلې وینا کې افغانستان کې د جنګ خلاف د دیني علماوو فتوا ته په اشارې وویل، موږ اوس په افغانستان کې د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع لرو او د دې ترڅنګ د لومړي ځل لپاره زموږ دیني علماوو د جنګ د دوام مذهبي توجیهات وننګول، تاسې له دغه فرصت نه استفاده وکړئ چې افغانستان کې سوله راشي،  موږ به هڅه وکړو چې دا اوربند تمدید شي او مذاکراتو ته زمینه برابره شي.
جمهوررئیس په خپلې وینا کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د سټراټيژۍ یادونه وکړه وې ویل، دغې سټراټيژۍ په سیمه کې اوضاع مثبت په ځانګړي ډول د سولې او ثبات لورې ته بدله کړې ده. هغه د افغانستان د سولې پروسې څخه د امریکا د متحدوایالتونو، اروپايي ټولنې او نورو بین المللي شریکانو له ملاتړ څخه، مننه وکړه.
محمداشرف غني دغه ملاتړ، مرستې او همکارۍ د یو ډموکراټیک، خودکفا او سوله ییز افغانستان لپاره ګټورې وبللې.
    جمهوررئیس غني د افغانستان او سیمې په ثبات او اقتصادي پرمختګ کې د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د ازبکستان د جمهوررئیس میرضیایف، د هند صدراعظم نرېندرا مودي او د چین د جمهوررئیس د پاملرنې یادونه وکړه او د دې ترڅنګ یې وویل چې روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان سره یې هم په دې اړه خبرو کې پرمختګ شوی دی چې دا به د افغانستان او سیمې په ثبات کې مثبت نقش ولوبوي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، سره له دې چې پاکستان سره د سولې او پیوستون سند لاسلیک شوی دی، خو موږ په احتیاط سره دغه هوکړه لیک ته خوشبین یوو، دا باید په عمل کې ثابته شي چې مقابل لوری د سند په عملي اړخ کې څومره مرسته کوي.
جمهوررئیس وویل، د دغه سند نتایج هغه وخت ارزولی او سنجولی شو چې موږ پوه شو سیمه کې تاوتریخوالی څومره کم او د سولې پروسه څومره ګړندۍ شوې ده او همدارنګه د نړیوال تروریزم او نړیوالو جرمي ګروپونو په ضد څومره همکاري شوې ده.
هغه د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د ریل پټلیو غځیدل، د برېښنا لېږد، د چابهار بندر پرانیستل او د کاسا زر پروژې د عملي چارو پيل، دغه لور ته د پرمختګ د بېلګو په توګه اشاره وکړه.
جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان حکومت فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په برخه کې پرمختګ کړی دی او زیاته یې کړه: د افغانستان ادارې د نسلي تغییر په حال کې دي چې دا تغییر یوازې ملکي ادارو پورې نه دی محدود، بلکې زموږ امنیتي او دفاعي سکتور کې هم عملي کېږي او کارونه یې پيل شوي دي.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان حکومت په روان کال کې د ولسي جرګې او له هغه پسې د جمهوري ریاست ټاکنو ته ژمن دی او په دې اړه غوڅ دریځ لري چې دا ټاکنې په ټاکلي وخت کې وشي.
په دغې سرمشریزه کې د شانګهای د غړو هېوادونو مشرانو په اتفاق سره د افغانستان د سولې پروسې او اوربند ملاتړ وکړ او د سیمه‌ییز اتصال او پرمختګ لپاره یې افغانستان کې سوله مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه چې افغانستان سره به مرسته وکړي چې سولې او ثبات ته ورسېږي.
د چین جمهوررئیس شي جینګ پینګ وویل، د شانګهای غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره بشپړ تعهد لري او افغانستان د شانګهای سازمان لپاره مهم دی.
د هند صدراعظم مودي په افغانستان کې پر امنیتی وضعیت، تروریزم او مخ پر ودې افراطیت اندېښنه وښوده او د دغه سازمان له غړو یې وغوښتل چې ټول باید د جمهوررئیس غني  لیدلوري ته درناوی وکړي، تر څو افغانستان ثبات ته ورسېږي.
د هند صدراعظم په افغانستان کې د داعش ګواښ ته په اشارې وویل، دغې افراطي ډلې په افغانستان کې ډموکراټیک قواعد او چوکاټونه له تهدید سره مخ کړي دي او موږ باید د شانګهای سازمان په چوکاټ کې د دغه تهدیدونو د مخنیوي لپاره کار وکړو.
د قزاقستان جمهوررئیس نورسلطان نظربایف وویل، د افغانستان د قضیې حل زموږ لپاره ډېر مهم دی او په دې اړه موږ بي تفاوته نشو پاتې کېدلی. هغه زیاته کړه: موږ د افغانستان د قانوني دولت څخه ملاتړ کوو او د شانګهای سازمان له لارې چمتو یوو چې افغانستان سره مرسته وکړو چې په دغه هېواد کې سولې او پایداره پرمختګ ته زمینه مساعده شي.
د قزاقستان جمهوررئیس وویل، د پاکستان او افغانستان په شمول د جنوبي اسیا لپاره یې پروژې تر کارلاندې نیولي دي، خو اول باید جنګ ختم شي چې د دغه پروژو عملي کولو ته زمینه مساعده شي.
د پاکستان جمهوررئیس ممنون حسین هم طالبانو سره  د جمهوررئیس غني د سولې پلان له او اوربند څخه ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه: پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې توافق کړی دی او هیله یې څرګنده کړه چې مثبته نتیجه ورکړي.
د روسیې جمهوررئیس ولادیمر پوتین هم تروریزم د سیمې لپاره خطر وباله او د شانګهای سازمان په غړو هېوادونو یې غږ وکړ چې باید افغانستان سره په دې برخه کې مرسته وشي.
د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان وویل: د سیمې امنیت له افغانستان پورې کلک تړلی دی، د پخواني شوروي اتحاد ۶۰سلنه سرحد افغانستان او تاجکستان سره دی او طالبانو موږ ته زیات مشکل جوړ کړی دی. هغه زیاته کړه: موږ افغانستان سره په اجتماعي او د سولې په برخه کې مرستې ته ژمن یوو او خپلې همکارۍ به ورسره زیاتې کړو.
د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف وویل، موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوو په همدې خاطر مو د افغانستان لپاره د تاشکند کنفرانس جوړ کړ او همدغه کنفرانس د شرط پرته خبرو ته لار هواره کړه، د شانګهای سازمان باید د افغانستان ملاتړ وکړي.
همدارنګه د کنفرانس په څنډه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د سکرټر جنرال او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو چې له دې سره د افغانستان او د شانګهای د همکاریو سازمان ترمنځ د تماس ګروپ ایجاد شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0pqsx2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته