دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 165145
مالیی وزارت: افغان حکومت د ۲۰۲۴ کال تر پایه د امنیتی او دفاعی ځواکونو مالی تمویل ته ژمن دی
د افغانستان د ماليې وزارت وايي، افغان حکومت ژمن دی چې د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پایه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو مالي تمویل په خپله غاړه واخلي.

مالیې وزارت وايي،افغان حکومت هڅه کوي چې د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پایه په دفاعي او امنیتي بسټونو کې د اصلاحاتو ترڅنګ، د دفاعي او امنیتي ځواکونو مالي لګښت هم په غاړه واخلي.
د دغه وزارت مرستیال خالد پاینده د يکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۲۰ مه» په ولسمشرۍ ماڼې کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د مالي تمویل، څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ ناستې ته وویل چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړونه او ترمنځ يې همغږي رامنځته کول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
نوموړي زیاته کړه:د شیکاګو په کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د ژمنې مطابق، افغان حکومت ژمن دی چې د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پایه پورې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو لګښت او مالي تمویل په غاړه واخلي، دا شان حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړونې، له اداري فساد سره د مبارزې او د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ په برخه کې د ډېرې ونډې اخيستنې لپاره هڅه کوي.
د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د مالي تمویل، څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په لسمه ناسته کې د ۲۵ هېوادونو او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و چې د افغانستان په دفاعي او امنیتي ارګانونو کې د شته ستونزو او پرمختګونو ارزونه کوي.
دغه ناسته په هرو شپږو میاشتو کې يوځل ترسره کېږي چې له مخې يې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز او د مرستو په اړه پرېکړه کېږي.
د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د مالي تمویل، څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ مشر جیوفری وان لیوون يادې ناستې ته وویل چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د جګړې په ډګرونو کې د ترورېستانو په وړاندې د پام وړ پرمختګ کړی او په بریالي توګه پرمخ روان دي.
ښاغلي لیوون په افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو کې شفافیت او همغږي مهم وبلل او له افغان حکومته یې وغوښتل چې دې برخه ته پاملرنه لا ډېره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ویلي وو چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې حکومت هڅه کوي چې کورني عواید لږ تر لږه ۸ میلیارده ډالرو ته لوړ کړي او دغه هېواد له امنیتي او اقتصادي اړخه ځان بسیاینې ته ورسوي.
https://avapress.com/vdchkmnzm23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته