کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او سمبالښت په موخه د څارنې او همغږۍ بورډ (OCB) لسمه ناسته جوړه شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 جوزا 1397 ساعت 16:04

د څارنې او همغږۍ بورډ (OCB) لسمه ناسته نن د غبرګولي میاشتې په ۲۰ مه نېټه د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي خالد پاینده او د افغانستان لپاره د هالند سفیر ښاغلي جیفري وان لیوون، په ګډه مشرۍ د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو د دوامداره مالي تمویل څخه د څارنې په موخه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوه.


په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس احمد برمک، د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي تمیم عاصي، د افغانستان لپاره د ګډ امنیتي لیږد قومندانۍ، د تمویلوونکو هیوادونو سفیرانو او استازو ګډون کړی وو او د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیا لوړولو، د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې په اصلاحاتو، له ادارې فساد او مخدره توکو سره په مبارزې، د افغانستان حکومت او تمویلوونکو تر منځ د دوه اړخیزو امنیتي ژمنو په پلي کیدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث وشو.
د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي خالد پاینده وویل ": مونږ له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای په اصلاحي ریفورمونو چې د افغان حکومت له لوري ټاکل شوي دي کار کوو. همداشان مونږ د سولې تامینولو او نړیوال اقتصادي همکاریو لپاره له سیاسي پروسې څخه د نړیوال او سېمه ایز ملاتړ غوښتونکي یو. "
نوموړي زیاته کړه ": مونږ د خپلو همکارانو او متحدینو په مرسته کولی شو نه یواځې په افغانستان کې بلکه د نړۍ په کچه د افراط ګرایې ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړو. مونږ د نړیوالو له ملاتړ څخه چې د یو با ثباته افغانستان لپاره یې کوي، مننه کوو.
د افغانستان لپاره د هالند هیواد سفیر ښاغلي جیفري وان لیوون، وویل ": تمویلونکي د افغان حکومت د پرمختګونو او لاسته راوړنو شاهدان دي، نړیواله ټولنه په راتلوونکی کال کې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته چمتو ده. په همدې حال کې په راتلوونکې کې زمونږه همکارۍ بشپړ مالي ثبات ته د افغانستان رسیدو لپاره اړینه ده. دا مسئله یواځې د افغان حکومت او تمویلوونکو تر منځ د نږدې همکارۍ له لارې تر لاسه کیدلی شي.
د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس احمد برمک، د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي تمیم عاصي د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرمختګونو، لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
 د یادونې وړ ده چې په شیکاګو کنفرانس کې د افغان حکومت له ژمنې سره سم، چې حکومت به د ۲۰۲۴ کال تر پایه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل لګښت به پر غاړه اخلي. حکومت د امنیتي ځواکونو وړتیا لوړولو، له فساد سره د مبارزې او د افغانستان امنیتي ځواکونو د لګښت تامین په برخه کې زیاتې ونډې اخیستنې ته ژمن دی.


د مطلب کود: 165146

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165146/د-هېواد-امنیتي-او-دفاعي-ځواکونو-ملاتړ-سمبالښت-په-موخه-څارنې-همغږۍ-بورډ-ocb-لسمه-ناسته-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com