دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 165147
شمالی کوریا رهبر کیم جونګ سینګاپور ته رسیدلي
د سينګاپور د بهرنيو چارو وزارت وايي، د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ اون دغه هېواد ته رسېدلى دى.


د شمالي کوريا رهبر به په سينګاپور کې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د امريکا متحدو ايالتونو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.
د سينګاپور د بهرنيو چارو وزير ويوان بالاکريشنان (Vivian Balakrishnan) په ټويټر کې له کيم سره خپل عکس هم خپور کړى.
د سينګاپور د بهرنيو چارو وزارت وايي، د شمالي کوريا رهبر به نن ناوخته د سينګاپور له صدراعظم لي هسين لونګ سره وګوري.
په عين حال کې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کاناډا په کيوبيک کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو له سرمشريزې څخه د سينګاپور پر لوري روان شوى دى.
هغه سنګاپور ته تر روانېدو مخکې وویل:
"زه د سولې له ماموریت سره ځم او د میلیونونه انسانانو هيلې به په زړه کې راسره وړم، د ټولې نړۍ د خلکو، موږ باید د اټمي بېوسلې کولو کار وکړو او زه باور لرم چې شمالي کوریا به په لنډ وخت کې یو فوق العاده ځای وي، موږ د ټولو روانو هڅو قدر کوو، موږ له شمالي کوریا سره د ګډ کار قدر کوو، هغوی په ريښتیا له موږ سره ښه کار کوي."
د شمالي کوريا د رهبر او د امريکا د ولسمشر خبرې به د شمالي کوريا پر اټمي وسلو او له اټمي وسلو د کوريا ټاپووزمې د پاکولو پر هڅو متمرکزې وي.
 
https://avapress.com/vdcjxievauqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته