دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 165184
په ننګرهار کې د طالبانو چاودیدونکو توکو ۸ زره کیلویی محموله کشف
امنیتی مامورین د یو عملیات په لړ کې په ننګرهار کې د طالبانو ۸ زره کیلویی چاودیدونکې توکې کشف کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د طالبانو د چاودیدونکو توکو یو لوی محموله چی د پاکستان څخه بار شوی او هغه وخت چی تورخم څخه ننګرهار ولایت ه وارد شوی وو، د ملی امنیت مامورینو له لوری کشف شو.
عطاالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند وویل: ددی کشف شوی محموله څخه نږدی ۸ زره کیلو ګرام چاودیدونکې توکې د پاکستان ساخت نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه: قرار وو چی دا لویه محموله په افغانستان کې تروریستی ډلې لاسرسی ته قرار ونیسی.
د ریپورتونو په اساس، چاودیدونکې توکو بسته په ماهرانه توګه په یو باربری موټر کې د سبزی لاندی ځای پرځای شوی وو.
د ننګرهار والی ادامه ورکړه: چاودیدونکې توکې چی کشف شوی ډیر تخریبوونکې دی.
ویلو وړ دی چی طالبان چاودیدونکې توکې پاکستان څخه واردوی او د هغه څخه بوم، ماین او انتحاری واسکتونه جوړوی او په افغانستان کې په بریدونو کې کاروی.
 
https://avapress.com/vdcaamn6y49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته