دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 165188
کابل کمپني سیمه کی چاودنه
د کابل ښار په کمپني سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وایي، پیښه د کمپني په سیمه کې چهاردهي مارکیټ ته څېرمه رامنځته شوې ده.
امنیتي چارواکي وایي، پیښه د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شوي.
چارواکي زیاتوي، چې مقناطیسي ماین د امنیتي ځواکونو په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcevn8zvjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته