د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر سبا سې شنبه پای ته رسېږي.
په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر سبا سې شنبه پای ته رسېږي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جوزا 1397 ساعت 16:32
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ښارونو کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر سبا سې شنبه پای ته رسېږي.
د یاد کمېسیون کمېشنر سید حفیظالله هاشمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» ازادي راډیو ته وویل، د دغې دوه میاشتنۍ پروسې په جریان کې نږدې شپږ ميلیونه کسانو د رأی ورکونې لپاره نوملیکنه کړې ده.
دی وايي، که څه هم له دوی څخه د درېیم ځل لپاره د دغه بهیر د بیا تمدید غوښتنې کېږي، خو په خبرهیې چې د دغې پروسې غځول د انتخاباتو پر مهالوېش بدې اغېزې درلودلای شي.
دی وایي:
"لومړی او دوهم پړاو د جوزا په ۲۲مه رسماً ختمېږي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیونیې د بیا تمدید په اړه څه پرېکړه نهده کړې، خو تر څنګيې په ولسوالیو او کلیو کې درېیم پړاو د شنبې په ورځ پیل شوی چې د سرطان د میاشتې تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پوره دوه میاشتې وړاندې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره په ښارونو کې د رأی ورکونې د نوم لیکنې بهیر پیل کړ.
که څه هم ټاکل شوې وه چې دا بهیر به یوه میاشت کې دوام کوي، خو د خلکو د کمې ونډې له کبله کمېسیون هغه مهال دغه پروسه د یوې بلې میاشتې لپاره هم وغځوله.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په لومړي، دوهم او درېیم پړاو کې ټول ټال ۷۳۵۰ مرکزونه پلان کړي وو چې له ډلې يې ۱۴۴۸ مرکزونه نهدي خلاص شوي چې تر ډېرهیې لامل نا امني ښودل شوې.
له دې سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرې شنبې په ورځ په ولسوالیو او کلیو کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر پیل کړ چې اټکل کېږي د رأی ورکوونکو شمېر زیات کړي.
یاد کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته د روان لمریز کال د میزان د میاشتې ۲۸مه نېټه ټاکلې ده.
د مطلب کود: 165222