د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، دا انتحاري حمله له غرمې وروسته شااوخوا یوه بجه په داسې حال کې وشوه چې د کلیو او پراختیا وزارت کارکوونکي له وزارته د وتلو په حال کې وو.
نوموړی وايي، په دې حمله کې د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر ۳۰ کسانو ټپيان شوي دي چې د کابل بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې په هدف استول شوي دي.
د ښاغلي ستانکزي په خبره په وژل شویو او ټپيانو کې ښځې هم شاملې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر کارکوونکو د حملې مسؤلیت داعش اخیستی دی.
د دې ډلې پر وېبپاڼه اعماق د حملې مسؤلیت اخیستل شوی، خو د ادعا د سپیناوي لپاره یې شواهد نه دي وړاندې کړي.