دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 165237
د بلخ پخوانۍ والی عطامحمد نور هم د طالبانو د اوربند اعلان څخه هرکلی کړي
د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

نوموړی د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې کوچني اختر په مناسبت او د تهاجمي عملیاتو د درلو په اړه د حکومت د پرېکړې د اوربند په ځواب کې د اوربند په اړه د طالبانو د اعلامیې هرکلی کوي.
هغه زیاته کړه، چې وسله وال طالبانو دې رامنځته شوې فرصت ته په کتو د سولې بهیر سره یوځای شي او د تلپاتي سولې د راوستولو لپاره د خلکو ارمانونو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې سله والو طالبانو د شنبې په ورځ د یو بیان په نشرولو سره وول چې « ټولو مجاهدینو ته هدایت ورکول کیږي چې د کوچني اختر په اوله دوهمه اودریمه ورځ دې په ټول هیواد کې د داخلي مخالیفینو پرضد تعرضي عملیات ودروي، خو که په مجاهدینو تعرض وشي کلکه دفاع دې کوي.»
ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د ویډیو پیام له لارې له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه خبر ورکړ.
هغه زیاته کړه، چې په دغه موده به افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو په وړاندې له پوځي عملیاتو لاس واخلي خو د داعشیانو، القاعدي او نورو بهرنیو ترهګرو په وړاندې به پوځي عملیات دوام ومومي.
 
https://avapress.com/vdcjtievauqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته