دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 165239
امریکا پر روسی وګړو او روسی کمپنیو باندی نوی بندیزونه لګولي
د امریکا متحده ایالاتو پر درې روسي وګړو او پنځو روسي کمپنیو نوي بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۱» د دغو افرادو او کمپنیو نومونه خپاره کړل او ویې ویل چې هغوی د مسکو له پوځ او استخباراتي ادارو سره کار کاوه او د امریکا او د هغه د متحدینو پر وړاندې په سایبر یا انټرنیټي تخریبي فعالیتونو کې ښکیل وو.
د دغه وزارت په اعلامیې کې راغلي چې دغو کمپنیو د روسیې له فدرال امنیتي ادارې سره د ټګنالوژۍ او نورو موادو په برخه کې مرسته کوله او یوه یې د همدې ادارې «FSB» له‎خوا کنټرولېده.
د امریکا استخباراتي ادارې په‎دې باور دي چې روسیې د سایبر یا انټرنیټي فعالیتونو په کارولو سره د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې مداخله کړې ده.
د امریکا متحده ایالات دغه راز روسیه تورنوي چې د سایبر په وسیله نور تخریبي فعالیتونه هم کوي.
روسیه دا تورونه ردوي.
 
https://avapress.com/vdcbfsb89rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته