دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 165248
د اوربند په لومړی ورځ کې د غزني پر مقر ولسوالی د طالبانو خونړی برید
په سوېل ختېځ غزني ولایت کې ځایي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو نن د سې شنبې په ورځ د سهار په وخت د غزنې پر مقر ولسوالی ډلییز برید پیل کړي.
د غزني والي ویاند عارف نوري تائید کړه چې وسله والو نن سهار د مقر ولسوالی امنیې قومانداني   ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړي.
بلخوا یوه امنیتي سرچینه وایي، وسله والو طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک هاموي زغروال ګاډی ته چاودنه ورکړي او په ترڅ کې لږ تر لږه ۵ پولیس سرتېري شهیدان شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې تر ۱۰ زیات وسله وال طالبان هم وژل شوي.
په همدې حال کې راپورونه ښیي چې د مقر ولسوالی په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ لا هم نښتې روانې دي.
د دولت ضد وسله والې دلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اعلامیې پر اساس نن د روژې ۲۷ مه نیټه د اوربند له لومړی ورځې سره سمون لري.
https://avapress.com/vdcbasb8wrhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته