د سرپل ولایتي شورا وايي طالبانو صیاد ولسوالۍ کې ۱۳ پوځیان وژلي دي
وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې پایله کې یې دیارلس سرتیري وژل شوي دي.
د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني د دې خبر پخلی کوي وایي چې دا برید د سرپل صیاد ولسوالۍ قفلاتون سیمه کې شوی دی.
خو د سرپل د والي ویاند وایي د دوو سرتیرو مړي موندل شوي او نور معلومات په لاس کې نشته.
د والي ویاند وایي همدا اوس هم سیمه کې نښته روانه ده.
دا برید داسې حال کې شوی چې نن د افغان حکومت د اوربند لومړۍ ورځ ده.
دا بریدونه داسې حال کې کیږي چې نن د روژې اوه ویشتمه د حکومت داوربند لومړنۍ ورځ ده.
همداشان په فاریاب او غزني ولایتونو کې هم د طالبانو په بریدونو کې لسګونه سرتیري وژل شوي او ټپيان شوي دي.
همداشان ټاکل شوې ده چې نن دپاکستان لوی درستیز قمر جاوید بجوا کابل ته سفر وکړي.